د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، افغانستان ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو پلاوو وروستي سفرونه کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
قانع ویلي، د دغو سفرونو پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو ترڅنګ د سیمې د وضعیت او ګډو امنیتي ننګونو په اړه هم خبرې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان، قطر او ترکیه د سیمې له روانو تحولاتو اغېزمن شوي او د سولې، ثبات، د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان اختلافات هم د ترکیې او قطر له پلاوو سره د خبرو له مهمو موضوعاتو وو. د نوموړي په وینا، دواړو لورو د ستونزو د حل او د اړیکو د ښه کېدو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره لیدلي وو؛ د راپورونو له مخې، د امنیتي همکاریو او سیمهییزو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د اړیکو مسئله هم د بحثونو له موضوعاتو وه.

