د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چین به له دغه هېواد سره د قانون پلي کوونکو ادارو لپاره د یوه عصري مرکز په جوړولو کې مرسته وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د چین د عامه امنیت مرستیال وزیر ګاو چي او د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشهيي توکو پر وړاندې اقداماتو او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
چینايي چارواکي ویلي، د قانون پلي کولو دغه مرکز به د پاکستان او چین د دوستۍ یو بل سمبول وي.
محسن نقوي ویلي، د چین د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي او عصري تجهیزات کولی شي د پاکستان د امنیتي ننګونو په حل کې مهم رول ولري.
د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې چې د پولیسو د روزنې د تبادلې پروګرامونه، د عصري ټکنالوژۍ کارول او د تجهیزاتو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

