د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د مکې د دفاعي تړون په غبرګون کې ویلي، د سیمې هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې درک کړې چې امنیت د «دروغجنو منځګړو» له لارې د پېرلو وړ توکی نه دی.
نوموړي ویلي، هر هغه طرحه چې پر واقعیتونو ولاړه وي او د سیمې د دښمنانو او ګواښونو سم تشخیص وکړي، کولی شي د سیمې له امنیت سره مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې داسې طرحې باید د هغه څه مخه هم ونیسي چې نوموړي د «اسرائیلي دښمن له لوري بېثباتي» بللې ده.
بقایي د دروغجنو منځګړو اصطلاح په داسې حال کې کاروي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب وکړ او هم اوس هڅه کوي دواړه لوري خبرو ته کېنوي.

