سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeسیاستایران: د سیمې امنیت د «دروغجنو منځګړو» له لارې نه شي پېرل...

ایران: د سیمې امنیت د «دروغجنو منځګړو» له لارې نه شي پېرل کېدای

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د مکې د دفاعي تړون په غبرګون کې ویلي، د سیمې هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې درک کړې چې امنیت د «دروغجنو منځګړو» له لارې د پېرلو وړ توکی نه دی.

نوموړي ویلي، هر هغه طرحه چې پر واقعیتونو ولاړه وي او د سیمې د دښمنانو او ګواښونو سم تشخیص وکړي، کولی شي د سیمې له امنیت سره مرسته وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې داسې طرحې باید د هغه څه مخه هم ونیسي چې نوموړي د «اسرائیلي دښمن له لوري بې‌ثباتي» بللې ده.

بقایي د دروغجنو منځګړو اصطلاح په داسې حال کې کاروي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب وکړ او هم اوس هڅه کوي دواړه لوري خبرو ته کېنوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here