د جرمني چارواکي وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې پوځي اډې پر سر دوه ډرونونه لیدل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ډرونونه د پنجشنبې په شپه د نوردراین-وېسټفالیا ایالت په میخنیش کې د جرمني د پوځ د یوې اډې له پاسه لیدل شوي، خو تر اوسه یې د چلوونکو هویت معلوم نه دی.
دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې شوې چې د جرمني په ختیځ کې د لایپزیګ هوايي ډګر ته څېرمه له چاودېدونکو توکو او چاودونکي وسیلې سره سمبال یو ډرون وموندل شو. د جرمني فدرالي څارنوالۍ د هغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي چې هېواد یې له بهرنیو ځواکونو سره د «ورځني هایبرډ جنګ» له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي جاسوسي، تخریب، سایبري بریدونه او پټ عملیات د دغو ګواښونو له برخو بللي دي.
تر اوسه جرمني په رسمي ډول د دغو ډرونونو د پېښو مسوول کوم هېواد نه دی بللی. روسیې هم د لایپزیګ د پېښې په تړاو د خپل لاس لرلو ادعا رد کړې ده.

