شنبه, اگست 8, 2026
Homeسیاستد نوي دفاعي تړون په اړه د خواجه اصف ناخبري؛ د جزییاتو...

د نوي دفاعي تړون په اړه د خواجه اصف ناخبري؛ د جزییاتو د روښانه کېدو غوښتنه یې کړې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د شوي دفاعي تړون په اړه ناخبره ښکاري، نوموړي د عملي څرنګوالي او جزیاتو په اړه وضاحت غوښتی دی.

خواجه اصف ویلي، په تړون کې باید روښانه شي چې د درېیو هېوادونو پر یوه غړي د برید په صورت کې د نورو هېوادونو مسؤلیت څه دی او دوی به په عملي توګه څه ډول ملاتړ کوي.

هغه همداراز ویلي، د تړون په متن کې باید د هغو وسله‌والو ډلو موضوع هم روښانه شوې وي چې یو هېواد یې ترهګر بولي، خو بل هېواد یې «شتمني» ګڼي.

اصف ټینګار کړی چې ټول اسلامي هېوادونه باید د دې ډول مسئلو په اړه ګډ درک ولري او په تړون کې باید د احتمالي شخړو پر مهال د درېیو هېوادونو د غبرګون څرنګوالی هم مشخص شوی وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here