د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تمه لري له ایران سره روانه جګړه به «ډېر زر» پای ته ورسېږي.
نوموړي دا څرګندونې د انرژۍ د لوړو بیو په اړه د پوښتنو ځوابولو پر مهال کړي او ویلي یې دي چې باور نه لري ایران به وکولای شي دا جګړه ډېره اوږده کړي.
ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د انرژۍ بیې لوړې شوي، خو د امریکا د وسلو د زېرمو او تولید په اړه یې هم یادونه کړې ده. د نوموړي په وینا، ځینې مهمې وسلې په کمېدو دي، خو د دفاعي تولید د زیاتولو هڅې روانې دي.
بل لور، امریکا، ایران او عمان د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوې موقتي هوکړې ته نږدې شوي دي.
راپورونه کاږي چې د ایران او عمان ترمنځ د تګ راتګ د لارو په اړه خبرې مخته تللي او دا هوکړه کولی شي د سیمې د کړکېچ د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي.

