پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeامنیتد بلوچستان د خپلواکۍ لمانځلو په درشل کې پاکستان لسګونه بلوڅان نیولي

د بلوچستان د خپلواکۍ لمانځلو په درشل کې پاکستان لسګونه بلوڅان نیولي

د بلوچستان جمهوریت په نوم بلوڅ سیاسي چارواکو او فعالانږ پاکستان تورن کړی چې د اګست په ۱۱مه د بلوچستان د خپلواکۍ ورځې د مراسمو د مخنیوي لپاره یې په سیمه کې فشارونه زیات کړي دي.

د بلوچستان جمهوریت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونه د مراسمو د ګډوډولو لپاره د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پراخ امنیتي اقدامات کوي او د فعالانو، تنظیموونکو او ځوانانو پر وړاندې یې د نیونو او ګواښونو لړۍ ته دوام ورکړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېره اوونۍ کې نږدې ۲۰ بلوچې ښځې او شاوخوا ۵۰ ځوانان نیول شوي او نامعلومو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

دغه ډله ادعا کوي چې د خپلواکۍ د مراسمو تنظیموونکي هم له فشار او ځورونې سره مخ دي.

د بلوچستان جمهوریت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د اګست ۱۱مې د مراسمو د مخنیوي هڅې به ورته درنې پایلې ولري او له اسلام‌اباد یې غوښتي چې له بلوچستان خپل ځواکونه او بیرغونه وباسي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here