پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeافغانستاند برېټانیا د ویزو نوې تګلارې افغانان د چیونېنګ سکالرشېپ له فرصته...

د برېټانیا د ویزو نوې تګلارې افغانان د چیونېنګ سکالرشېپ له فرصته محروم کړي

د برېټانیا د حکومت د ویزو نوې تګلارې د افغانستان وګړي د چیونېنګ سکالرشېپ له پروګرام محروم کړي دي.

د راپورونو له مخې، د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان، سوډان، میانمار او کامرون د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزې ځنډول شوې دي.

د همدې پرېکړې له امله د چیونېنګ سکالرشېپ د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ دورې لپاره د افغان غوښتونکو غوښتنلیکونه او مرکې هم لغوه شوې دي.

چیونېنګ د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلېدونکی معتبر سکالرشېپ دی چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو زده‌کوونکو ته د یو کلنې ماسټرۍ بشپړ لګښت ورکوي.

د برېټانیا حکومت ویلي، د ویزو دا محدودیت د کډوالۍ د پالیسۍ یوه برخه ده، خو منتقدان وايي دغه پرېکړه به په ځانګړي ډول افغان محصلین او ښځې چې په خپل هېواد کې د لوړو زده‌کړو له محدودیتونو سره مخ دي، له مهمو تعلیمي فرصتونو بې‌برخې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here