د برېټانیا د حکومت د ویزو نوې تګلارې د افغانستان وګړي د چیونېنګ سکالرشېپ له پروګرام محروم کړي دي.
د راپورونو له مخې، د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان، سوډان، میانمار او کامرون د وګړو لپاره د زدهکړو ویزې ځنډول شوې دي.
د همدې پرېکړې له امله د چیونېنګ سکالرشېپ د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ دورې لپاره د افغان غوښتونکو غوښتنلیکونه او مرکې هم لغوه شوې دي.
چیونېنګ د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلېدونکی معتبر سکالرشېپ دی چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو زدهکوونکو ته د یو کلنې ماسټرۍ بشپړ لګښت ورکوي.
د برېټانیا حکومت ویلي، د ویزو دا محدودیت د کډوالۍ د پالیسۍ یوه برخه ده، خو منتقدان وايي دغه پرېکړه به په ځانګړي ډول افغان محصلین او ښځې چې په خپل هېواد کې د لوړو زدهکړو له محدودیتونو سره مخ دي، له مهمو تعلیمي فرصتونو بېبرخې کړي.

