پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeافغانستانچین د افغانستان له اقتصادي ودې ملاتړ اعلان کړ، خو د ترهګرۍ...

چین د افغانستان له اقتصادي ودې ملاتړ اعلان کړ، خو د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي

چین وايي، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کېدل د دې هېواد د ثبات او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې چین د دایمي استازولۍ سرپرست سان لي د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیا رغونې لپاره ملاتړ زیات کړي، څو هغه عوامل کم شي چې د بې‌ثباتۍ لامل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د مرکزي اسیا هېوادونه او سیمه‌ییز بنسټونه باید له افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي، په ځانګړي ډول له پورې پورې غاړې د امنیتي ننګونو د مخنیوي لپاره.

د چین استازي له طالب چارواکو هم غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د وسله‌والو ډلو له لوري نه کارول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here