چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeاقتصادشبر زېدي: چین د امریکا په پرتله د پاکستان اقتصاد ډېر زیانمن...

شبر زېدي: چین د امریکا په پرتله د پاکستان اقتصاد ډېر زیانمن کړی

د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) پخواني مشر شبر زېدي ویلي، د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پېک) پروژه د پاکستان اقتصاد ته د ګټې پر ځای ستر زیانونه اړولي دي.

نوموړي ویلي، چین د امریکا په پرتله د پاکستان اقتصاد ته ډېر زیان رسولی او که له چین سره سوداګریزې اړیکې محدودې شي، د پاکستان اقتصاد به د بېرته رغېدو فرصت ومومي.

شبر زېدي زیاته کړې، حکومتونو سي‌پېک د پاکستان لپاره د اقتصادي بدلون پروژه بلله، خو د هغه په وینا، دې پروژې هېواد له درنو پورونو، د برېښنا د لوړو لګښتونو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، هغه پالیسۍ چې د اقتصادي ودې لپاره جوړې شوې وې، په عمل کې یې مالي بحران نور هم ژور کړی او د پاکستان اقتصادي وضعیت یې کمزوری کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here