د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان له سخت اقتصادي، امنیتي او سیاسي بحران سره مخ دی او د وضعیت د بدلون لپاره پراخو اصلاحاتو او کورنۍ پخلاینې ته اړتیا لري.
خلیلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې پوښتنه کړې چې ایا د هغه د زنداني کېدو پرېکړې د هېواد لپاره ګټوره پایله لرلې ده که نه.
هغه ویلي، د درې کلونو له تېرېدو وروسته د پاکستان وضعیت د پخوا په پرتله ښه خراب شوی دی.
نوموړي ویلي، د پاکستان اقتصاد له ناپایدار حالت سره مخ دی او حکومت په سختۍ هڅه کوي چې د مالي ستونزو د حل لپاره لارې پیدا کړي.
خلیلزاد د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې بلوچستان له پراخ بغاوت سره مخ دی، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او خیبر پښتونخوا کې هم حالات ترینګلي دي.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان بهرنۍ اړیکې هم له ستونزو سره مخ دي او له افغانستان او هند سره یې اړیکې د پخوا په پرتله خرابې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د دې وضعیت د بدلون لپاره نوې تګلاره او کورنۍ پخلاینه اړینه ده.

