ایران وايي، له امریکا سره د اوربند پر مهال یې د پوځي وړتیاوو د پراختیا هڅې چټکې کړي او د توغندیو، ډرونونو او نورو پوځي تجهیزاتو تولید یې زیات کړی دی.
د ایران پوځي چارواکي وایي، که له امریکا سره خبرې ناکامې شي، تهران د احتمالي جګړې د بیا پیل لپاره چمتو دی او د پخوانیو نښتو له تجربو وروسته یې خپل دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي دي.
د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمینیا ویلي، د اوربند له فرصت د موجودو پوځي تجهیزاتو د پیاوړتیا، د نویو تجهیزاتو د ترلاسه کولو، زیانمنو شویو سیستمونو د ترمیم او د نویو پوځي وسایلو د جوړولو لپاره ګټه اخیستل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د نوي نسل ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول شوي او د دغو بېپیلوټه الوتکو تخنیکي ځانګړتیاوې به وروسته اعلان شي.
د ایران سرپرست دفاع وزیر مجید ابنرضا هم ویلي چې د توغندیو او ډرونونو تولید د جګړې پر مهال او له هغې وروسته یوه ورځ هم نه دی درېدلی او د ډرونونو تولید د جګړې له مخکې کچې درې برابره شوی دی.
د ایران چارواکي ادعا کوي چې د لوړپوړو قوماندانانو له وژل کېدو سره سره، وسلهوالو ځواکونو خپل انسجام ساتلی او د چټک غبرګون، نوښت او تاکتیکي وړتیا له لارې یې دښمن له نوو اقداماتو سره مخ کړی دی.

