سه شنبه, اگست 4, 2026
Homeامنیتاڅکزی: کشمیر کې ۶۷ کسان وژل شوي، خو خلکو ته یې د...

اڅکزی: کشمیر کې ۶۷ کسان وژل شوي، خو خلکو ته یې د ماتم حق هم نه ورکول کېږي

د خیبرپښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کشمیر کې د وروستیو پېښو په اړه د پاکستان حکومت پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې خلک له سخت وضعیت سره مخ دي.

اڅکزي ادعا کړې چې په کشمیر کې شاوخوا ۶۷ کسان وژل شوي او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د خپلو وژل شویو کسانو لپاره راټول شي او ماتم وکړي.

نوموړي د سناتور مشتاق احمد د نیول کېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هغه له احتجاج وروسته نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر د پاکستان پر سیاسي او اداري نظام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په اوسني وضعیت کې د وړتیا پر ځای معاملې او پیسې د خلکو د برخلیک په ټاکلو کې اغېز لري.

اڅکزي ټینګار کړی چې دا ډول کړنلارې دوام نه شي کولی او د خلکو ستونزې باید د سیاسي فشار پر ځای د قانون او انصاف له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کشمیر کې وروستۍ ټاکنې لانجمنې شوې او پر وړاندې یې ولسي لاریونونه د پاکستاني پوځ له لوري په تاوتریخوالو او وژنو وځپل شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here