د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې غواړي په پنځو هېوادونو کې خپلې یو شمېر ډیپلوماتیکې استازولۍ وتړي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې لېست کې د ګریناډا په سېنټ جورج کې د امریکا سفارت، په کاناډا، جاپان او اندونیزیا کې کونسلګرۍ، او همداراز د کامرون په دوالا کې د سفارت یوه څانګه شامله ده.
راپور وايي، دا اقدام د ټرمپ ادارې د لګښتونو د کمولو او د امریکا د نړیوال ډیپلوماتیک حضور د بیا تنظیمولو د پلان برخه ده.
خو یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو او د کانګرس غړو خبرداری ورکړی چې د ډیپلوماتیک حضور کمول به د امریکا نړیوال نفوذ کمزوری او د چین او روسیې په څېر سیالو هېوادونو ته د نفوذ د پراخېدو فرصت برابر کړي.

