دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeامنیتایران: د هرمز تنګي پر سر مو امریکايي ریپر بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

ایران: د هرمز تنګي پر سر مو امریکايي ریپر بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ادعا کړې چې د هرمز تنګي په فضا کې یې یوه MQ-9 ریپر بې‌پیلوټه الوتکه د خپل هوايي دفاعي سیستم په وسیله ویشتلې ده.

د سپاه پاسداران اړوندې سپاه نیوز رسنۍ د راپور له مخې، دغه الوتکه د هرمز تنګي پر سر د الوتنې پر مهال په نښه شوې، خو دا نه ده روښانه شوې چې له کوم ځایه پورته شوې وه.

راپور کې ویل شوي چې MQ-9 ریپر بې‌پیلوټه الوتکې تر ډېره د امریکا د هوايي ځواک له خوا کارول کېږي.

سپاه پاسداران همداراز ادعا کړې چې د فبرورۍ له ۲۸مې، د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې، ایران له ۳۰ زیاتې MQ-9 ریپر بې‌پیلوټه الوتکې شنډې یا نیولې دي.

تر اوسه امریکا د سپاه پاسداران د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here