دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeسیمهکشمیر کې د راپورونو له خپرولو وروسته په پاکستان کې د الجزیرې...

کشمیر کې د راپورونو له خپرولو وروسته په پاکستان کې د الجزیرې رسنۍ محدوده شوې

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې رسنیزو او ټولنیزو فعالانو ادعا کړې چې د الجزیرې انګلیسي (AJ English) ویب‌پاڼه په پاکستان کې له هغې وروسته محدوده شوې چې دې شبکې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د وروستیو پېښو او ټاکنو راپورونه خپاره کړل.

د دغو ادعاوو له مخې، د الجزیرې ویب‌پاڼې ته د پاکستان له دننه لاسرسی محدود شوی دی.

رسنیزو فعالانو ویلي، د خپلواکو رسنیو محدودول حقیقت نه شي پټولی او د بیان ازادۍ ته زیان رسوي.

هم مهاله پاکستان هم په یوه خبرپاڼه کې پر الجزیرې تور پورې کړی چې د مظفراباد د ټاکنو په اړه یې د ټاکل شویو رایه‌اچوونکو مرکزونو او ځانګړو کسانو د څرګندونو له لارې د ټاکنو بهیر په ناسم ډول انځور کړی او هڅه یې کړې چې د ازاد کشمیر ټاکنې بې‌اعتباره کړي او دا کار یې زېړ ژورنالېزم بللی.

تراوسه الجزیرې په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here