پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانپه غیر کندهاري طالبانو د هبت الله اخوندزاده بې اعتمادي؛خالد حنفي له...

په غیر کندهاري طالبانو د هبت الله اخوندزاده بې اعتمادي؛خالد حنفي له دندې ګوښه او شیخ ندیم د امر بالمعروف وزیر ټاکل شوی

‏حماسه میډیا ته یو شمېر باوري سرچینو تایید کړې چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي له دندې ګوښه کړی او پرځای یې د لوړو زده کړو اوسنی وزیر شیخ ندا محمد ندیم د امر باالمعروف وزیر ټاکل شوی.

سرچینې دغه راز ویلي چې شیخ هبت‌الله اخوندزاده دا کار د خپلو فرمانونو د ښه تطبیق په موخه ترسره کړی دی.

یادې سرچینې ویلي، چې ندا محمد ندیم شیخ هبت‌الله ته نږدې کس دی او د هغه هر امر پر ځای کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د ګڼو اختلافاتو د رامنځته کېدو خبره کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here