د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد او لاهور کې زرګونو کسانو کشمیر کې د روانو اعتراضونو په ملاتړ لاریونونه وکړل.
د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ټاکنو اړوند وروستیو خونړیو پېښو د پای ته رسېدو او د روان کړکېچ د حل غوښتنه وکړه.
په ورته وخت، ویل کیږي په لاهور کې پولیسو د کشمیر د اعتراضونو د ملاتړ یو شمېر لاریونوال هم نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه لاریونونه د محصلینو، کارګرانو او د مدني ټولنې د بنسټونو له لوري تنظیم شوي وو.
ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې روانه لانجه د خبرو اترو له لارې حل او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
ټاکل شوې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ټاکنو بل پړاو د اګست په دویمه ترسره شي.

