جمعه, جولای 31, 2026
Homeسیمههندي پولیسو د میټا د هند د مشر پر ضد دوسیه پرانیسته

هندي پولیسو د میټا د هند د مشر پر ضد دوسیه پرانیسته

هندي پولیسو د میټا د هند د څانګې د مشر پر ضد د فېسبوک د هغو پوسټونو له امله قضیه ثبت کړې چې ویل کېږي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کې په سپکوونکې بڼه ښودل شوی و.

د رویټرز د راپور له مخې، دا قضیه د حیدراباد ښار د سایبري جرمونو څانګې ثبت کړې او ټاکل شوې چې د میټا شرکت ته هم رسمي خبرتیا واستول شي.

راپور وايي، یاد پوسټونه د هند د ملي ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو پر ضد د اعتراضونو پر مهال خپاره شوي وو.

میټا تر اوسه د دې قضیې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here