د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه د افغان کډوالو د ایستلو او د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه پیغامونه لېږلي دي.
د هغه خور علیمه خان وایي، عمران خان په خپلو پیغامونو کې غوښتي چې افغانان باید په دې ډول له پاکستانه ونه ایستل شي. نوموړي ویلي: «د افغانستان حکومت د پاکستان له ملاتړ برخمن حکومت دی.»
عمران خان وړاندیز کړی چې افغانستان دې د ستونزو د حل لپاره یو ملي جرګه واستوي، ځکه د دواړو هېوادونو خلک یو بل ښه درک کولی شي. د هغه په وینا، په پوله کې خراب وضعیت او امنیتي ستونزې هغه مسایل دي چې د خلکو په همکارۍ ورته حل لارې موندل کېدی شي.
هم مهاله، د عمران خان خور علیمه خان د تحریک انصاف له پلویانو سره په خبرو کې ویلي چې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره باید خلک له خپلو کورونو ووځي او د اډیاله زندان پر لور حرکت وکړي.
نوموړې ویلي، عمران خان له حکومت سره د خبرو لپاره غوښتنه نه ده کړې او ټینګار یې کړی چې د اوسني حکومت پر وړاندې به تسلیم نه شي.
علیمه خان همداراز زیاته کړې چې عمران خان تر دې مخکې پر لارو او سړکونو د خوځښتونو د پیلولو لارښوونه هم کړې وه او د پاکستان د قضايي نظام، ګرانۍ، ناامنۍ او سیاسي بېباورۍ په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

