د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې د زمري په ۷مه نېټه ټولټال ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۴۵۱ کورنۍ د تورخم، ۶۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۲۱ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د راستنېدونکو کورنیو د ثبت او لومړنیو مرستو بهیر روان دی او له سلګونو کورنیو سره په تورخم، سپین بولدک، نیمروز، هرات او کابل کې بېلابېلې بشري مرستې هم ترسره شوې دي.

