تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا کړې چې د هنګو ولسوالۍ د خزینې بانډې پر امنیتي پوسته یې برید کړی او پاکستاني ځواکونه د دوی جنګیالیو ته تسلیم شوي دي.
د دې ډلې په وینا، په عملیاتو کې یې ۱۸ پاکستاني سرتېري نیولي، وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات یې هم ترلاسه کړي دي.
ټيټيپي ویلي، برید څو ورځې وړاندې په ټانک سیمه کې د دوی د وژل شویو وسلهوالو د جسدونو سپکاوي ته په غبرګون کې ترسره شوی او خبرداری یې ورکړی چې که بیا ورته پېښې تکرار شي، راتلونکي بریدونه به لا سخت وي.
بل لور د پاکستان یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې بریدګر د «امن کمېټې» په نوم د خبرو اترو په پلمه سیمې ته ورغلي وو او وروسته یې پر امنیتي ځواکونو برید کړی دی.
یادو سرچینو ویلي، په دې برید کې ۲۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پاکستان رسمي امنیتي ادارو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

