د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو د ګډون په اړه خبرداری ورکړی.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه غواړي د راروانې یکشنبې ترورځې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي.
زیلینسکي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمې ته واستول شي.
هغه ویلي، دا اقدام ښيي چې روسیه په ښکاره د جګړې پراخول غواړي.

