د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې له احساساتي ویناوو نه ورته ملي منافع ډېرې مهمې دي.
امیرخان متقي نن د بهرنیو چارو وزارت له یوې روزنیزې دورې د ځوانانو فراغت غونډه کې کومې پېښې ته اشاره نه ده کړې؛ خو ویلي یې دي چې کله کله نېوکې پرې کېږي او ورته ویل کېږي چې وزیر صیب دې او هغې پېښې ته غبرکون ونه ښود.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې په ایران کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته پر طالبانو توندې نېوکې وشوې.
دغې پېښې د نړیوالو ګڼ غبرګونونه را وپارول؛ خو د طالبانو حکومت ګنګوسه وبلله او تر نن ورځې یې پلاوي له رسنیو سره هېڅ ډول معلومات شریک نه کړل.

