په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي په دوام کې، د اسراییل ۱۱ ټلویزیوني چینل د دې هیواد د یوه چارواکي په حواله خبر ورکړی چې اسراییل په ایران باندې د “ډیر مهم” برید لپاره چمتووالی نیسي.
دغه چارواکي یاد ټلویزیون ته ویلي: “اسرائیل لا دمخه په دې پوهیدلي چې ایران نشي کولی د دې برید په وړاندې غبرګون وښيي، نو په دې برخه کې اسراییل ځانګړي چمتووالی لري.”
په ورته وخت کې بیا د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن وايي، متحده ایالتونه ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په تړاو څېړنې پيلوي.
د “سيایناین” د راپور پر اساس، دا اسناد ډېر محرمانه دي او هغه نښانونه پرې دي چې یواځې یې امریکا او د فایف آیز ډلې غړي اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او بریټانیا کتلی شي.
بل لورته نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي هڅه کوي د دغو اسنادو افشا کوونکې سرچینې معلومې کړي.

