پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهوینزویلا کې؛زورورو زلزلو لوی انساني ناورین رامنځته کړی

وینزویلا کې؛زورورو زلزلو لوی انساني ناورین رامنځته کړی

په وینزویلا کې د سختو زلزلو له امله لسګونه زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د پلازمېنې کاراکاس په ګډون بېلابېلو سیمو کې دوو زلزلو چې شدت یې ۷.۲ او ۷.۵ درجې ښودل شوی، پراخ ویجاړی رامنځته کړی دی.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې ورسېږي، خو د وینزویلا حکومت تر اوسه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.

حکومت په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او له نړیوالو مرستندویه ادارو یې د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

چارواکي وایي، ژغورونکي ټیمونه لا هم د وران شویو ودانیو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي، خو د پراخو ویجاړیو له امله عملیات له جدي ستونزو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here