د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغه ویډیويي کلیپ بېبنسټه بللی چې په کې ادعا کې د هرات ولایت اړوند رئیس د پاکستان د پوځ په ملاتړ څرګندونې کوي.
یاد وزارت ویلي، د یاد کس په نوم په هرات کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس نه شته.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې د دغه وزارت اوسنی رئیس میرزا محمد ابومنصور دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته د پاکستان پوځ په ملاتړ د یو کس وېډیویي کلېپ خپور شوی و چې ویل کېدل د دغه ولایت د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو رئیس دی.

