په وینزویلا کې د سختو زلزلو له امله لسګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د پلازمېنې کاراکاس په ګډون بېلابېلو سیمو کې دوو زلزلو چې شدت یې ۷.۲ او ۷.۵ درجې ښودل شوی، پراخ ویجاړی رامنځته کړی دی.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې اټکل کړی چې د قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې ورسېږي، خو د وینزویلا حکومت تر اوسه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.
حکومت په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او له نړیوالو مرستندویه ادارو یې د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
چارواکي وایي، ژغورونکي ټیمونه لا هم د وران شویو ودانیو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي، خو د پراخو ویجاړیو له امله عملیات له جدي ستونزو سره مخ دي.

