د یمن د حوثیانو د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو ۱۱۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د حوثیانو تر کنټرول لاندې د یمن د سبا خبري اژانس د راپور له مخې، سریع ویلي چې بریدونه د پلازمېنې صنعا او د حدیده، تعز، عمران، حجه، صعده، الجوف، الضالع او مأرب ولایتونو پر سیمو شوي دي.
د هغه په وینا، په بریدونو کې د F-15 او ټایفون ډوله جنګي الوتکې کارول شوي او توغندي هم د سعودي عربستان له نجران سیمې توغول شوي دي.
سریع ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو راهیسې پر یمن د سعودي هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۲۶۵۲ ته رسېدلی دی.

