د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږاړخیزو سیالیو کې د کېپورډ لوبډلې ته د ۴-۲ ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه نن یکشنبه سهار وختي په برازیل کې ترسره شوه، چې افغان لوبغاړو په کې څلور ګولونه ووهل.
د معلوماتو له مخې، حمیدرضا حسيني، امید قنبري او سیدحسین موسوي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
افغان لوبډله په داسې حال کې د شپږاړخیزو سیالیو پایلوبې ته رسېږي چې په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ملي لوبډلې ګډون لري.

