یکشنبه, اکتوبر 18, 2026
Homeاقتصادایران: له پاکستان سره مو پر پوله تګ راتګ د تخنیکي ستونزو...

ایران: له پاکستان سره مو پر پوله تګ راتګ د تخنیکي ستونزو له امله درولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره پر پوله د تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو د لنډمهاله ځنډ لامل تخنیکي ستونزې او د احتیاطي تدابیرو پلي کول دي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي په تماس کې دي او د ستونزې د ژر حل لپاره خبرې کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي دروازو کې فعالیتونه زر بېرته عادي حالت ته وګرځي.

ایراني چارواکو د تخنیکي ستونزو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې د پولې د بېرته پرانیستل کېدو لپاره مشخصه نېټه اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له ایران سره د سوداګریزې لارې د تړل کېدو په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here