سه شنبه, اکتوبر 20, 2026
Homeافغانستانقطر: له افغانستان سره مو د بشري مرستو او بې‌ځایه شویو د...

قطر: له افغانستان سره مو د بشري مرستو او بې‌ځایه شویو د ملاتړ په برخه کې مرسته کړې

د قطر د نړیوالې همکارۍ دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند ویلي چې دغه هېواد د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب، د بیارغونې د تمویل او د بې‌ځایه شویو وګړو د ملاتړ له لارې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې مرسته کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، المسند دا څرګندونې د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه کې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال امنیت فورم په څنډه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو د امنیت په اړه یوې غونډې ته کړې دي.

نوموړې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې قطر په کې د جګړو پر مهال د اړینو سرچینو د ساتنې او د اغېزمنو شویو خلکو د ملاتړ لپاره فعالیتونه ترسره کړي دي.

المسند همداراز د وسله‌والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د اړینو تاسیساتو، په ځانګړي ډول د اوبو د پاکولو او وېش د مرکزونو، د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بشري قوانینو مراعتول او نړیواله همکاري پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي لپاره مهم دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here