د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ټېدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې اروپا د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ ده چې له امله یې ښوونځي تړل کېږي او د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ شوې ده.
نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې وروستي معلومات ښيي په اروپا کې د تودوخې کچه د نړۍ د تودوخې د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره په چټکۍ لوړېږي چې دا د راتلونکو کلونو لپاره د سختې ګرمۍ له امله د پېښو احتمال او شدت نور هم زیاتوي.
هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ نور د ځنډ توان نه لري او د هېوادونو مشران باید د اقلیم له بدلون سره د مقابلې وړ روغتیايي سیستمونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. همداراز یې د اقلیمي اقدام د چټکولو او د اقلیمي بحران د اصلي لاملونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته هم لارښوونه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال د ځان د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر وکاروي.

