د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران او پاکستان د خپلو ارمانونو او هیلو په برخه کې ژور مشترکات لري او د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې د سولې لپاره مهم رول لوبولی شي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې دا هڅې د پاکستان د غني کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.
پزشکیان زیاته کړې چې پاکستان ته د سفر پر مهال یې په سوله کې د دغه هېواد د منځګړیتوب د ستاینې ترڅنګ له لوړپوړو مشرانو سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولی شي په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره زمینه برابره کړي.

