د لبنان ولسمشر جوزف عون د امریکا له مرستیال ولسمشر جیډي ونس او د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوربند پر موضوع بحث کړی دی.
د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دې تماس کې د سیمې د امنیتي وضعیت، د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د ټینګښت پر لارو چارو خبرې شوې دي.
ولسمشر جوزف عون د شخړو د پای ته رسېدو او د سیمې د ثبات لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او د نړیوالو هڅو ملاتړ یې کړی دی.
تر اوسه د دغو خبرو د پایلو او احتمالي پرېکړو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

