د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ د راتلونکي په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د بندي کېدو او زندان تجربه کولی شي د هغې سیاسي حیثیت لا زیات کړي.
صالح همداراز خپلو پخوانیو څرګندونو ته چې د ماه رنګ بلوڅ د راتلونکي په اړه یې د پوښتنې په ډول مطرح کړې وې، اشاره کړې او ویلي یې دي: «له بده مرغه زه سم وم. زندان او بندي کېدل به د هغې مقام نور هم لوړ کړي او د هغې خبرو ته به لا زیات وزن ورکړي.»
امرالله صالح شاوخوا یو نیم کال وړاندې ویلي وو، ماهرنګ دومره هوښیاره ده چې زغمل یې سخت دي او نه پرېښودل کېږي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
صالح زیاته کړې وه چې ماهرنګ به په پاکستان کې په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د پام وړ ملاتړ لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون بلوڅستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او یو شمېر نورو فعالانو ته د عمري بند سزا واوروله.

