د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د روانو خبرو اترو بریا به د دواړو لورو د منل شویو ژمنو په بشپړ عملي کولو پورې تړلې وي.
هغه ټینګار کړی چې د دې بهیر پرمختګ به د منل شویو مسوولیتونو د عملي پلي کېدو له مخې ارزول کېږي، نه یوازې د خبرو له لارې.
پزشکیان زیاته کړې چې له توافق څخه بهر څرګندونې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره ګټورې نه دي او د خبرو بهیر ته زیان رسولی شي.
هغه ویلي چې یوازې هغه وخت د خبرو اترو هدف ترلاسه کېدای شي چې دواړه لوري خپلو منل شویو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

