د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې له عزت او سرلوړۍ سره مذاکراتو ته داخل شوی او د خپلو حقونو په اړه به هېڅ ډول شاتګ ونه کړي.
هغه ويلي، هر هغه ځای چې د ایران حقونه له پامه وغورځول شي، تهران به نه تسلیمېږي او نه به خپل دریځ پرېږدي.
پزشکیان همداراز زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه اوس ایران ته په بل نظر ګوري او له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې هم ښې شوې دي.
د ایران ولسمشر د اقتصادي ستونزو او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو په اړه ویلي چې له اقتصادي بنبست څخه د وتلو لپاره ګڼې لارې شته او حکومت د حل لارو موندلو ته ژمن دی.

