د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ایران په سراوان کې د ګڼو افغانانو د وژلو په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
رینا امیري په خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغه کسان چې له ځپل کېدو تښتي، باید له هغوی سره په خواخوږۍ او انسانیت چلند وشي، نه په خشونت.
د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۲۶۰ افغانان ووژل.
دغې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او ډېره وغندل شوه؛ خو د طالبانو حکومت یې ګنګوسه بولي او لا یې هم د تحقیقاتو څرک نه لېدل کېږي.

