د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي په طالبانو نېوکه کوي چې د هندوستان هېواد له لوري تېر جمهوري نظام سره مرسته شوي ملي بسونه رنګ کړي او اوس یې دا د افغانستان د تولید په نامه نومولي.
دوی ویلي، چې دروغ او تبلیغات هم حد لري، کمپني او شرکت یې نشته او ملي بس یې جوړ کړی دی.
دوی د پوښتنې په شکل ویلي، چې دا ملي بس د کومې کمپنۍ او کوم سرمایه ګزار په پانګونې جوړ شوی دی؟
دوی لیکلي:”یو شمیر ملي بسونه د جمهوریت وروستیو میاشتو کې د ترانسپورټ وزارت لخوا د عامو ښاریانو دپاره را وارد شوي وه، چې د طالبانو چسپکي ماینونو له امله ودرول شول، ترڅو عام ښاریان قرباني نشي، اوس طالبانو په داسې حال کې د ایران په پوله د ۳۰۰ تنو شهیدان او ټپي شوو او د همدې خبر کمرنګه کولو او تبلیغاتو موخه دا نشر کړی.”
دوی ویلي، که دومره لویې کمپنۍ افغانستان کې د طالبانو حکومت کې فعاله وی بیا ځوانان ولې په قاچاقي لارو تګ ته مجبورېدل او د پردیو هېوادونو له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېدل.

