جمهوري حکومت کې په دوحه کې د سولې خبرو لپاره د افغانستان د پلاوي غړی نادر نادري وایي، ایران ته د هجرت په لاره کې د دغه هیواد د پولیسو له خوا زموږ د بې شمیره هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو خبر ټکان ورکوونکی دی.
ښاغلي نادري په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا ډول غیر انساني تاوتریخوالی د مهاجرینو د ملاتړ له نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او له دغو معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي زیاته کړې چې دغه وحشتناکه پېښه د ایران او ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري بې پرې څېړنو ته اړتیا لري.
هغه دغه راز ویلي چې په تیرو دریو کلونو کې د هیواد پریښودو او زموږ د خلکو بې ځایه کیدو کې بې ساری زیاتوالی د اړتیا له امله دی او دا د هیواد د اوسنیو واکمنانو ځواب دی چې د ژوند او ښه سبا هیلې یې له منځه وړي دي.

