د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د طالبانو حکومت پلټنې او تحقيقات کوي.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران په سراوان سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو په افغان کډوالو برید کړی چې ۲۶۰ افغانان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دغې برید د ګڼو افغانانو او سیاسیونو توند غبرکونونه را پارولي دي.

