د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې په اسلاماباد کې د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي یونټ جوړېږي.
نوموړي د چین د عامه امنیت وزارت په مرکز کې له خپل چینایي سیال وانګ شیاوهنګ سره په درې نیم ساعته ناسته کې د پاکستان–چین دوهاړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد ګډو اقداماتو خبرې وکړې.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د ګډ کاري ګروپ غونډې به هر درې میاشتې کېږي او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به هر کال سره ګوري.
چینایي وزیر پاکستان او محسن نقوي د سپتمبر په میاشت کې په چین کې د نړیوال امنیتي همکارۍ فورم ته راوبللو.
وانګ شیاوهنګ ویلي، پاکستان او چین ستراتیژیک شریکان دي او بیجینګ چمتو دی له اسلاماباد سره په هره کچه همکاري پیاوړې کړي.

