د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال سناتور رانا ثناالله خبرداری ورکړی، چې که د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان له ریاست سره د ټکر سیاست ته دوام ورکړي؛ نو د هغه ګوند او د خیبرپښتونخوا حکومت به له زیان سره مخ شي.
رانا ثناالله ویلي، چې لومړي وزیر د پوځ له مشرانو او خپل سیاسي مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.
د هغه په وینا، د عمران خان تېر سیاسي چلند ښيي، چې هغه تر اوسه د جدي مذاکراتو لپاره چمتو نهدی پاتې شوی.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پارلمان له ودانۍ بهر رسنیو ته ویلي، چې د ده په اند د مذاکراتو خبرې تر ډېره یوازې د رسنیو تر څرګندونو محدودې دي او تر اوسه پکې کوم جدي پرمختګ نهدی شوی.
خواجه اصف زیاته کړې، چې حکومت د محمود خان اچکزي یا د اپوزیسیون له لوري پر بل هر نوماند اعتراض نهلري، او هر څوک چې اپوزیسیون یې د خبرو لپاره معرفي کړي، حکومت به یې ومني.

