رویټرز د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو له قوله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو پر مهال تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له زرو ډېر کسان نیول شوي دي.
راپور زیاتوي، دا لاریونونه چې نن یې لسمه ورځ ده، د خراب اقتصادي وضعیت، لوړې بېکارۍ او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد روان دي.
ایراني چارواکي دا اعتراضونه د بهرنیو کړیو دسیسه بولي او وايي چې ځینې ډلې هڅه کوي د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه واخلي.
د ایران د پولیسو مشر د سهشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې چارواکي یې «بلوهګر» بولي.
نوموړي ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه به د نظم د ټینګښت لپاره هر ډول اقدام وکړي.

