اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، نړۍ د ژور بدلون پړاو ته داخلېږي او امریکا له یواځې حاکم ځواک څخه د څو قطبي سیسټم د مدیریت لوري ته روانه ده.
مشعل په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د امریکا نوې ملي تګلاره ښيي چې افغانستان د واشنګټن د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په لېست کې نه دی؛ نو ځکه هغه کسان چې لا هم د امریکا پر محور د سیاسي بدلون تمه لري، باید خپل اټکلونه بیا وارزوي.
د ده په وینا، د سیمې د نوې جیوپولیټیکي فضا په رامنځته کېدو سره افغانستان د یورېشیا د یوې مهمې جغرافیایي نقطې په توګه طبیعي او رغنده رول موندلی شي.
مشعل ټینګار کړی چې افغانانو ته پکار ده خپلو کورنیو چارو، واقعي وضعیت او یو بل ته په زغم، حوصله او درناوي د تعامل پر مټ تمرکز وکړي، ځکه یوازې په دې ډول هېواد کولای شي ځان ته یو نوی او مثبت تصویر جوړ کړي او په سیمه کې د خپل اصلي ځای د ترلاسه کولو وړ شي.

