سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت ځانګړې...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت ځانګړې ناسته جوړوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د روانې چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۰مه، د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

دا غونډه به د نیویارک پر وخت سهار ۱۰ بجې او د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.

یوناما ویلي، تمه ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث وشي او د امنیت شورا غړي به د هېواد د اوسني وضعیت په اړه نوې پرېکړې او دریځونه شریک کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې افغانستان له سختو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here