د تېلو نړیوالې بیې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه د بازارونو د خوشبینۍ له کمېدو او په منځني ختیځ کې د اکمالاتو د اندېښنو له زیاتېدو وروسته لوړې شوې دي.
د برنټ خام تېلو بیه ۷۲ سنټه لوړه شوې او هر بېرل
۸۹.۶۳ ډالرو ته رسېدلی او د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۷۱ سنټه لوړه شوې او ۸۳.۹۱ ډالرو ته رسېدلې ده.
په ورته وخت، په منځني ختیځ کې د بېړیو پر وړاندې بریدونو او د تېلو د اکمالاتو په اړه اندېښنو د بیو د لوړوالي فشار زیات کړی دی.

